افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، چې په ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو یې د سولر تختې او د لمریزې بریښنا تجهیزات ویشلي دي.
په بلخ کې د دې ادارې مشر اسدالله وفا وايي، هغه سولر تختې چې د لمریزې برېښنا د تولید توان لري، پرون (چهارشنبه د حمل ۱۶مه) د اغاخان له دفتر سره په همغږۍ وېشل شوې دي.
ښاغلی وفا وايي، دغه بستې له هغو کورنیو سره مرسته کړې، چې د تېرو کلونو د طبیعي پېښو او جګړو له امله د مزارشریف ښار څنډو ته بې ځایه شوي دي.
د بلخ ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس وايي، د دغو مرستو ټول لګښت څه باندې پنځوس ميليونه افغانۍ کېږي او پر هرې کورنۍ د پنځه زره افغانيو په ارزښت د لمريزې برېښنا وسايل وېشل شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو د اغاخان د شمال زون د چارو د مشر هجرت الله یوسفزي له قوله ویلي، چې دغه کڅوړې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته د مزارشریف ښار شاوخوا ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته وېشل شوې دي.
يو شمېر بې ځايه شوې کورنۍ، چې تر خيمو لاندې ژوند کوي او له لومړنيو اسانتياوو لرې دي، د دغو مرستو هرکلى کوي او وايي، چې د فقر او لوږې له امله د روژې په مياشت کې خوراکي توکو ته اړتيا لري.
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د شمېرو له مخې، اوسمهال شاوخوا لس زره بې ځايه شوي کسان د مزارشريف ښار په مربوطاتو کې په څلورو بېلابېلو کمپونو کې ژوند کوي. ډیری دغه کورنۍ د فاریاب او جوزجان ولایتونو او د بلخ له ولسوالیو څخه دي.