کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف ښار کې پر ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو د لمریزې برېښنا د وسایلو وېش

18 حمل 1402 ساعت 13:25

د بلخ ولایت سیمه‎ ییز چارواکي وايي، په ۱۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو یې د برېښنا د تولید وسایل (سولر پینل) وېشلي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، چې په ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو یې د سولر تختې او د لمریزې بریښنا تجهیزات ویشلي دي.
 
په بلخ کې د دې ادارې مشر اسدالله وفا وايي، هغه سولر تختې چې د لمریزې برېښنا د تولید توان لري، پرون (چهارشنبه د حمل ۱۶مه) د اغاخان له دفتر سره په همغږۍ وېشل شوې دي.
 
ښاغلی وفا وايي، دغه بستې له هغو کورنیو سره مرسته کړې، چې د تېرو کلونو د طبیعي پېښو او جګړو له امله د مزارشریف ښار څنډو ته بې ځایه شوي دي.
 
د بلخ ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس وايي، د دغو مرستو ټول لګښت څه باندې پنځوس ميليونه افغانۍ کېږي او پر هرې کورنۍ د پنځه زره افغانيو په ارزښت د لمريزې برېښنا وسايل وېشل شوي دي.
 
سیمه ییزو رسنیو د اغاخان د شمال زون د چارو د مشر هجرت الله یوسفزي له قوله ویلي، چې دغه کڅوړې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته د مزارشریف ښار شاوخوا ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته وېشل شوې دي.
 
يو شمېر بې ځايه شوې کورنۍ، چې تر خيمو لاندې ژوند کوي او له لومړنيو اسانتياوو لرې دي، د دغو مرستو هرکلى کوي او وايي، چې د فقر او لوږې له امله د روژې په مياشت کې خوراکي توکو ته اړتيا لري.
 
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د شمېرو له مخې، اوسمهال شاوخوا لس زره بې ځايه شوي کسان د مزارشريف ښار په مربوطاتو کې په څلورو بېلابېلو کمپونو کې ژوند کوي. ډیری دغه کورنۍ د فاریاب او جوزجان ولایتونو او د بلخ له ولسوالیو څخه دي.


د مطلب کود: 268072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268072/په-مزارشریف-ښار-کې-پر-۱۰۰۰-بې-ځایه-شویو-کورنیو-د-لمریزې-برېښنا-وسایلو-وېش

آوا
  https://www.avapress.com