افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس نور احمد آغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مشر ستیفن رودریگز سره وکتل.
ويل شوي چې د افغانستان د مرکزي بانک رييس د وړو پورونو د پراختيا او د بېکارۍ د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له مرستو مننه وکړه او له دې ادارې څخه يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
رودریګوز په دې کتنه کې وویل چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هڅه کوي چې په افغانستان کې د کوچنیو پورونو د تمویل او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې لا زیات پرمختګونه تر لاسه کړي.
په همدې حال کې د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د بندولو او د بندیزونو له دوام سره د هېواد مرکزي بانک د پیسو د لېږد په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.