کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه له افغانستان سره د کوچنیو پورونو په تمویل کې همکاري کوي

31 سرطان 1403 ساعت 14:44

د هېواد مرکزي بانک اعلان کړى، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مشر د دغه بانک له مشر سره په کتنه کې ويلي، چې دغه اداره په افغانستان کې د وړو پورونو د تمويل او د مالي خدمتونو د پراختيا په برخه کې د لا زياتو پرمختګونو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي. 


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس نور احمد آغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مشر ستیفن رودریگز سره وکتل.

ويل شوي چې د افغانستان د مرکزي بانک رييس د وړو پورونو د پراختيا او د بېکارۍ د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له مرستو مننه وکړه او له دې ادارې څخه يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

رودریګوز په دې کتنه کې وویل چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هڅه کوي چې په افغانستان کې د کوچنیو پورونو د تمویل او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې لا زیات پرمختګونه تر لاسه کړي.

په همدې حال کې د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د بندولو او د بندیزونو له دوام سره د هېواد مرکزي بانک د پیسو د لېږد په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.


د مطلب کود: 293879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293879/ملګري-ملتونه-له-افغانستان-سره-د-کوچنیو-پورونو-په-تمویل-کې-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com