کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال

31 سرطان 1403 ساعت 13:30

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو احتمال شته.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د واورې ورښت وړاندوینه کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځايونو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي متري پورې د باران اټکل کړی دی.

دغه رياست همداراز وايي، د سالنګ په ګډون په شمالي، لويديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته، چې سرعت يې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٩٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.

پرون د پنجشېر او پروان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سخت بارانونه وشول او په دغو ولايتونو کې سېلابونو زيانونه واړول.


د مطلب کود: 293867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293867/د-هېواد-په-۱۳-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سیلابونو-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com