د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د لغمان له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د شاهي کانال د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.
په لغمان کې د شاهي کانال د پروژې عملي کار پیل شو
31 سرطان 1403 ساعت 10:53
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د لغمان له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د شاهي کانال د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.
آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د لغمان له والي شیخ شیر احمد حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د شاهی کانال د پروژې په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دغه وزارت له بودجې څخه به ډېر ژر د شاهی کانال د جوړولو عملی چارې پیل شی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت په هېواد کې د اوبو د يو شمېر پروژو د پيل اعلان کړى و.
د مطلب کود: 293854