افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ: د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې پر غزې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو د شهیدانو شمیر ۳۸۷۹۴ تنو ته رسیدلی او ۸۹۳۶۴ تنه زخمیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې د خلکو په خلاف څلور جنایتونه ترسره کړی دی چې له امله یې ۸۱ تنه شهیدان او ۱۹۸ تنه ژوبل شوی دی.
په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د الاقصی غږ راډیو د پروګرام مدیر "محمد عبدالله مشمش" د غزې په تړانګه کې شهید شوی دی.
دغه دفتر تاکید وکړ چې د دغه خبریال په شهادت سره د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوه ویشتمې نیټې د غزې په تړانګه کښې له دغې سیمې سره د جنګ له شروع کیدو راهسې د خبریالانو د شهیدانو شمیر ۱۶۰ تنو ته رسیدلی دی.