د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دغه تړانګه د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۳۸۷۹۴ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۸۷۹۴ ته ورسېد
28 سرطان 1403 ساعت 10:11
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دغه تړانګه د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۳۸۷۹۴ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ: د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې پر غزې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو د شهیدانو شمیر ۳۸۷۹۴ تنو ته رسیدلی او ۸۹۳۶۴ تنه زخمیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې د خلکو په خلاف څلور جنایتونه ترسره کړی دی چې له امله یې ۸۱ تنه شهیدان او ۱۹۸ تنه ژوبل شوی دی.
په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د الاقصی غږ راډیو د پروګرام مدیر "محمد عبدالله مشمش" د غزې په تړانګه کې شهید شوی دی.
دغه دفتر تاکید وکړ چې د دغه خبریال په شهادت سره د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوه ویشتمې نیټې د غزې په تړانګه کښې له دغې سیمې سره د جنګ له شروع کیدو راهسې د خبریالانو د شهیدانو شمیر ۱۶۰ تنو ته رسیدلی دی.
د مطلب کود: 293685