افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نیمروز د ورېښمو له پله د اسلام کلا او د کندهار سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارې پنځه زره او ۸۵۵ تنه مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کډوال په زور او په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه راستانه شوي کډوال له نوم لیکنې وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکوي.