د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر ګابلوف ټاس خبري اژانس ته داخبره کړې ده. هغه ویلي، دوی هغه کسان دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژلو لپاره د طالبانو په مالي ملاتړ تورنوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز پخپل راپور کې ویلي و، روسیې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې، څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري پرې ووژني.