په اسلام آباد کې پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ د ۴۰ کلیزې په مناسبت د یوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې لومړي وزیر عمران خان وویل چې هیواد یې نور د وسلوالو پټنځای نه دی او دا چې پاکستان د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړی دی.
د سرپل ښار ته نږدې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې نامعلومه کسانو له یوې ښځې سر پرې کړې دی.
د سرپل امنیه قومندان جیلاني ابوبکر پېښه تاییدوي خو وايي، دا کار وړمه شپه ښار ته نږدې په کورک عربیان سیمه کې شوی او دوی یې مړی له پیدا کولو وروسته د سرپل حوزوي روغتون ته سپارلی دی.
نوموړی وايي، وايي د پېښې علت هم لا تر اوسه نه دی معلوم خو دا یې هم تایید نه ...
د پاکستان خواله رسنیو کې ویډیو پیغام چلېږي چې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان بلل کېږي او نوموړی دعوه کوي چې له پوځ تښتېدلی.
تراوسه ازادو سرچینو دا نه ده تایید کړې چې دا پیغام د احسان الله احسان دی او که نه.