نیویارک ټایمز د ناټو په حواله راپور ورکړی چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر کمولو په تړاو غور کوي.
راپور وايي، ناټو غړي هیوادونه په دې باور دي چې هر کله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پيل شي، نو ورسره جوخت دې اروپايي هیوادونه هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.
نیویارک ټایمز وايي، د ټولو سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ له وروستیو څرګندونو راهیسې هغو هیوادونو هم په دې هکله ارزونه پیل کړې ده چې د ناټو غړي نه دي خو په افغانستان کې يې د ناټو د متحدینو په ډول ځواکونه اچولي دي.