دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 294052
کابل ته د ایران د انرژۍ د مرستیال وزیر سفر/ د هلمند له سیند څخه د زیاتو اوبو غوښتنه
د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر چې کابل ته یې سفر کړی، هیله څرګنده کړې چې د روان کال تر پایه به یې هېواد د هلمند له سیند څخه زیاتې اوبه ترلاسه کړي. مولوي امیرخان متقي هم ټینګار وکړ چې که اوبه موجودې وي، هڅه به وکړي چې له هیرمند سیند څخه ایران ته نورې اوبه هم ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت یوه پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند د سیند اوبو او د اوبو په پروژو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر ویلي، هیله لري چې هېواد یې د روان کال تر پایه د هلمند له سیند څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي له ایران سره اړیکې دوستانه او نږدې وبللې او ټینګار یې وکړ چې که اوبه موجودې وي، هڅه به وکړي چې له هیرمند سیند څخه ایران ته لازیاتې اوبه ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د ايران اړيکې په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په حال کې دي. د هېواد په لوېدیځ کې د اورښتونو له زیاتېدو وروسته، سږ کال افغانستان وکولای شول چې دغه هېواد ته پوره اوبه ورکړي.
https://avapress.com/vdchmknii23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته