افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې اته نور ډله ایزې وژنې ترسره کړې چې په نتیجه کښې یې ۸۴ تنه شهیدان او ۳۲۹ نور ژوبل شوی دی.
دغه وزارت همدا راز اعلان وکړ چې د اکتوبر له ۱۵مې نېټې راهیسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۳۹ زره او ۹۰ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۹۰ زره او ۱۴۷ ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت په وینا، د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو په سلو کښې اویا قربانیان ښځې او ماشومان دی.
په همدې حال کې دغه وزارت زیاتوي چې تر لسو زرو ډېر کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.