دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 294075
د پنجشېر له دوه زره قیراط څخه ډېر زمرد په ۱۳۱ زره ډالرو وپلورل شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲،۳۴ قیراط زمرد په ۱۳۱۳۰۰ ډالرو پلورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه زمرد د پنجشیر ولایت د ودانۍ په تالار کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې داوطلبۍ کې له سلو زیاتو کورنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.

دغه وزارت وايي، چې د پنجشېر د زمرد له پلور څخه د کانونو وزارت ونډه لس سلنه ده او پاتې نوره يې د کانونو کار کوونکو ته ځي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کانونو او پټروليم وزارت د پنجشېر د زمردو زرګونه کارته د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.
https://avapress.com/vdccm0qip2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته