افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د دفتر په مالي مرسته د څه باندې ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۸۴ بېلابېلې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دوى په وينا، په دې پروژو کې د کليوالي سړکونو، د اوبو لګولو د ودانيو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي او له دې پروژو څخه به زرګونه کورنۍ ګټه واخلي.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو دفتر د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پراختيايي پروژې پيل کړې وې. د هېواد د مرکزي ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي د پراختيايي پروژو په پلي کېدو کې له بې عدالتۍ شکايت کوي.