کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۴ بېلابېلو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

3 اسد 1403 ساعت 10:04

د خوست سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۴ بېلابېلو پرمختیايي پروژو د پیل خبر ورکوي.


آوا - کابل: د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د دفتر په مالي مرسته د څه باندې ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۸۴ بېلابېلې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د دوى په وينا، په دې پروژو کې د کليوالي سړکونو، د اوبو لګولو د ودانيو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي او له دې پروژو څخه به زرګونه کورنۍ ګټه واخلي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو دفتر د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پراختيايي پروژې پيل کړې وې. د هېواد د مرکزي ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي د پراختيايي پروژو په پلي کېدو کې له بې عدالتۍ شکايت کوي.


د مطلب کود: 294060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294060/په-خوست-کې-د-۱۱۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-۸۴-بېلابېلو-پرمختیايي-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com