افغان غږ خبری آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان اعلان کړی، چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې له پنځلس کلن ځنډ وروسته پیل شوي.
د ښاغلي افغان په وینا، قراردادي شرکت مکلف دی چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې په وروستیو پړاوونو کې پیل او د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو پر بنسټ له کوم خنډ او ځنډ پرته پیل کړي.
باید وویل شي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عینک لوګر د مسو کان د پروژې تړون له MCC چین سره لاسلیک کړ، چې له مخې یې چینايي شرکت په لومړي پړاو کې له دوه نیم میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې وه.