دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 294042
په ایتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۴۶ کسان وژل شوي دي
رسنیو د ایتوپیا د چارواکو په حواله ویلي چې په دغه هېواد کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۴۶ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه هیواد سیمه ییزو چارواکو له دې وړاندې د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و، خو تازه راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې ۱۴۶ تنه وژل شوي دي.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ژغورنې عمليات روان دي او ويل کېږي چې ځينې کسان چې د ژغورنې په عملياتو کې يې برخه اخيستې وه لادرکه دي.

ایتوپیا د سومالیا ګاونډی هیواد دی چې د افریقا په سینګ کې موقعیت لري.
https://avapress.com/vdcgtt9xxak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته