کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۴۶ کسان وژل شوي دي

3 اسد 1403 ساعت 9:05

رسنیو د ایتوپیا د چارواکو په حواله ویلي چې په دغه هېواد کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۴۶ کسان وژل شوي دي.


آوا: د دغه هیواد سیمه ییزو چارواکو له دې وړاندې د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و، خو تازه راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې ۱۴۶ تنه وژل شوي دي.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ژغورنې عمليات روان دي او ويل کېږي چې ځينې کسان چې د ژغورنې په عملياتو کې يې برخه اخيستې وه لادرکه دي.

ایتوپیا د سومالیا ګاونډی هیواد دی چې د افریقا په سینګ کې موقعیت لري.


د مطلب کود: 294042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294042/په-ایتوپیا-کې-د-ځمکې-ښویېدو-له-امله-۱۴۶-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com