افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه نندارتون کې د افغاني تولیداتو په ۴۱ غرفو کې غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي توکي نندارې ته ایښودل شوي وو.
د چین د کینینګ په ۲۸م نندارتون کې له افغانستان څخه څه باندې ۸۱ تنو ګډون کړی او د ۶ ورځو لپاره له ۸۲ څخه زیاتو هېوادونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د دغه نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له چینايي پانګوالو او صنعتکارانو سره وکتل او هغوی یې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په شریکولو سره پانګونې ته وهڅول.