د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د چین د کنمینګ ۲۸م نندارتون د اسلامي امارت د رسمي پلاوي او د افغانستان د خصوصي سکتور په حضور کې د چین په کنمینګ ښار کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو اړوند ۴۱ غرفې شتون لري.
د چین کنمینګ نندارتون د افغانستان د کورنیو تولیدي شرکتونو په شتون سره پرانیستل شو
3 اسد 1403 ساعت 9:25
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د چین د کنمینګ ۲۸م نندارتون د اسلامي امارت د رسمي پلاوي او د افغانستان د خصوصي سکتور په حضور کې د چین په کنمینګ ښار کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو اړوند ۴۱ غرفې شتون لري.
آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه نندارتون کې د افغاني تولیداتو په ۴۱ غرفو کې غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي توکي نندارې ته ایښودل شوي وو.
د چین د کینینګ په ۲۸م نندارتون کې له افغانستان څخه څه باندې ۸۱ تنو ګډون کړی او د ۶ ورځو لپاره له ۸۲ څخه زیاتو هېوادونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د دغه نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له چینايي پانګوالو او صنعتکارانو سره وکتل او هغوی یې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په شریکولو سره پانګونې ته وهڅول.
د مطلب کود: 294050