افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د نشه یي توکو د کښت د مخنیوي، د بزګرانو لپاره د بدیل پروژو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې دا غونډه د دوحې په درېيمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو له خوا د طرحې شويو تګلارو تسلسل و.