کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قطر کې د حکومت د سیاسي دفتر د مشر او په افغانستان کې د جاپان د سفیر ترمنځ د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه خبرې

3 اسد 1403 ساعت 11:35

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل او د خصوصي سکتور د ملاتړ او د بزګرانو لپاره د بدیل پروژو په اړه یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې د نشه یي توکو د کښت د مخنیوي، د بزګرانو لپاره د بدیل پروژو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې دا غونډه د دوحې په درېيمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو له خوا د طرحې شويو تګلارو تسلسل و.


د مطلب کود: 294069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294069/په-قطر-کې-د-حکومت-سیاسي-دفتر-مشر-او-افغانستان-جاپان-سفیر-ترمنځ-خصوصي-سکټور-ملاتړ-اړه-خبرې

آوا
  https://www.avapress.com