دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 294059
په هرات کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند اوبه خوشې شوې
د هریرود-مرګاب د فرعي حوزې چارواکي وايي، د سلما بند یې د اوبه، چشت شریف، پښتون زرغون، انجیل او ګذره ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خلاص کړی.
افغان غږ خبری آژانس: د دوی په وینا دغه اوبه د خلکو په هوکړې سره له ۳ توربینونو څخه خوشې شوې، چې په هره ثانیه کې ۶۰ متر مکعبه اوبه کروندګرو ته ورکوي.

کروندګر خپلو کروندو ته د اوبو په رسولو خوښ دي او وايي چې په دې کار سره به د دوی کروندې به وده وکړي.

د یادولو وړ ده چې د سلما بند د هیواد یو له سترو بندونو څخه دی.
https://avapress.com/vdcene8wojh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته