د هریرود-مرګاب د فرعي حوزې چارواکي وايي، د سلما بند یې د اوبه، چشت شریف، پښتون زرغون، انجیل او ګذره ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خلاص کړی.
په هرات کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند اوبه خوشې شوې
3 اسد 1403 ساعت 10:02
د هریرود-مرګاب د فرعي حوزې چارواکي وايي، د سلما بند یې د اوبه، چشت شریف، پښتون زرغون، انجیل او ګذره ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خلاص کړی.
آوا: د دوی په وینا دغه اوبه د خلکو په هوکړې سره له ۳ توربینونو څخه خوشې شوې، چې په هره ثانیه کې ۶۰ متر مکعبه اوبه کروندګرو ته ورکوي.
کروندګر خپلو کروندو ته د اوبو په رسولو خوښ دي او وايي چې په دې کار سره به د دوی کروندې به وده وکړي.
د یادولو وړ ده چې د سلما بند د هیواد یو له سترو بندونو څخه دی.
د مطلب کود: 294059