دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 294067
د فواید عامې وزارت سرپرست د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه
د فواید عامې وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د ترمیم له چارو څخه لیدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د ترمیم له چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت سرپرست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژې د بیارغونې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد هم د مزارشريف ښار دننه د اورګاډي کرښې له لارې ترسره شي.
https://avapress.com/vdcd9o0x5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته