دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 294084
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال: افغان حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه کابل غواړي له نړۍ سره اړیکې ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ نن چهارشنبه (د اسد ۳مه) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له مېرمن روزا اوتنبایوا سره وکتل. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوحې د دریمې ناستې په لاسته راوړنو او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي.

په ورته وخت کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال له نړۍ سره پر مثبتو تعاملاتو ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو غور کړی دی. 
https://avapress.com/vdcc40qi02bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته