د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه کابل غواړي له نړۍ سره اړیکې ولري.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال: افغان حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي
3 اسد 1403 ساعت 13:13
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه کابل غواړي له نړۍ سره اړیکې ولري.
آوا - کابل: ارګ نن چهارشنبه (د اسد ۳مه) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له مېرمن روزا اوتنبایوا سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوحې د دریمې ناستې په لاسته راوړنو او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي.
په ورته وخت کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال له نړۍ سره پر مثبتو تعاملاتو ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو غور کړی دی.
د مطلب کود: 294084