دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 294083
چین د افغانستان د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره چمتووالی ښودلی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د چين د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ددغه وزارت له مرستيال سره په کتنه کې د افغانستان د تاريخي اثارو د ساتنې، بيارغونې او پياوړتيا په برخه کې د خپل هېواد د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال لی کین سره وکتل. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اقتصادي او فرهنګي اړیکو ترڅنګ د هېواد د تاریخي بندونو، ملي موزیم او د عینک د مسو کان د تاریخي ابداتو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.

د چين د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال د افغانستان د تاريخي ابداتو د ساتنې، بيارغونې او پياوړتيا په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد زياتره تاريخي آبدات د تېرو څو لسيزو جګړو او د طبيعي پېښو د رامنځته کېدو له امله سخت زيانمن شوي دي.
https://avapress.com/vdcbwab5frhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته