دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 294036
په کابل کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړېږي
د پوهنې وزارت د کابل ولایت په قره باغ، بګرامي او سروبي ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو نویو ښوونځیو د جوړېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د اسد ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل په قره باغ، بګرامي او سروبي ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. 

مولوي صبغت الله واصل د يادو ښوونځيو د جوړېدو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د خپلو کړنلارو له مخې د تعليمي مرکزونو د پراختيا ترڅنګ په ټول هېواد کې متوازن تعليمي او تحصيلي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي. البته د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د ستونزو له هواري وروسته به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بیا پرانستل شي.
https://avapress.com/vdcjtxe8muqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته