کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړېږي

3 اسد 1403 ساعت 8:54

د پوهنې وزارت د کابل ولایت په قره باغ، بګرامي او سروبي ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو نویو ښوونځیو د جوړېدو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د اسد ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل په قره باغ، بګرامي او سروبي ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. 

مولوي صبغت الله واصل د يادو ښوونځيو د جوړېدو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د خپلو کړنلارو له مخې د تعليمي مرکزونو د پراختيا ترڅنګ په ټول هېواد کې متوازن تعليمي او تحصيلي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي. البته د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د ستونزو له هواري وروسته به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بیا پرانستل شي.


د مطلب کود: 294036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294036/په-کابل-کې-د-۵۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-څلورو-ښوونځیو-ودانۍ-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com