ډاکټر سید عبدالحمید ثابت د جامعه المصطفی رئیس له پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره وکتل او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تحصیلي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د بلخ د پوهنې رییس وايي، د پوهنې وزارت د حکم له مخې به د بلخ ولایت پر زده کوونکو ۲ میلیونه او ۴۶۵ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شو. د دغه ځايي چارواکي په وينا، دغه کتابونه له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې دي او په فارسي، پښتو او ازبکي ژبو دي.