افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې د پوهنې وزارت د مرکزي ګودامونو لپاره د الکترونیکي تذکرو سیستم د دغه وزارت د سرپرست له خوا پرانیستل شو.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا په دې مراسمو کې وویل: یاد شوی سیستم د اداري چارو د روڼتیا، د عدالت د تامین او د اسانتیاوو په برابرولو او د ګڼو کسانو د فساد د مخنیوي لپاره اغېزمن دی.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین وزیر مولوي عبدالخالق ثابت په دې برخه کې د اداري چارو د روڼتیا او عادلانه کېدو په برخه کې د دغه سیستم کارول ګټور وګڼل او د کارکوونکو او تخنیکي ټیمونو له نوښتونو یې قدرداني وکړه.