افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لوګر ولایت یو له تعلیمي شخصیت همایون بهادري په پل علم کې د هارون خیلو لومړني ښوونځي لپاره له خپل شخصي ملکیت څخه ښوونځی جوړ کړ.
ویل شوي، چې د لومړني ښوونځي دغه ترمیم ۸ درسي خونې لري، چې د اوبو رسولو سیستم او د لمریزې برېښنا په ګډون نور اړین توکي لري، چې ټولټال ۳۵ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
د ياد شوي ښوونځي د ترميم د پرانېستې پر مهال د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د پوهنې په برخه کې د دغه عالم له نېک احساس څخه مننه او قدرداني وکړه او د هغه کړنې يې د اوسنيو خيريه کارونو يوه برخه وبلله.
د يادونې وړ ده، چې په دې ښوونځي کې د درسي خونو د نشتوالي له امله شاوخوا ٤٥٠ زده کوونکي تر خيمو لاندې زده کړې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دغه ولايت يوه بل ځوان په دغه ولايت کې د ۸۰۰ ماشومانو لپاره د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې وه.