افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د پکتیا ولایت د قومي مشرانو له یوه پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د پکتیا قومي پلاوي د پوهنې له سرپرست وزیر سره د پوهنې د وضعیت، د دیني مدرسو د رسمي کېدو، د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د بیارغونې او د پوهنې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز ياد شوي پلاوي د پوهنې سرپرست وزير ته بلنه ورکړه، چې د پوهنې د وضعيت د ارزونې په موخه دې ولايت ته سفر وکړي.
د پوهنې سرپرست وزیر له دې غونډې د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې د ښوونځیو بیارغونه، د ښوونیز نظام پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د دیني مدرسو جوړول د دغه وزارت د پلانونو له لومړیتوبونو څخه دي، که څه هم د پوهنې وزارت رهبري ورته ژمنه ده.
هغه زیاته کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د پکتیا ولایت د پوهنې ستونزو ته تر ډېره بریده پاملرنه وکړي او پر وخت یې حل کړي.