د فواید عامې وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د ترمیم له چارو څخه لیدنه کړې ده.
د فواید عامې وزارت سرپرست د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه
3 اسد 1403 ساعت 11:33
د فواید عامې وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د ترمیم له چارو څخه لیدنه کړې ده.
آوا - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د ترمیم له چارو څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت سرپرست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژې د بیارغونې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.
هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد هم د مزارشريف ښار دننه د اورګاډي کرښې له لارې ترسره شي.
د مطلب کود: 294067