کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر د عینک د مسو کان د عملي کار پیل

3 اسد 1403 ساعت 8:49

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند له پنځلس کلن ځنډ وروسته د لوګر د عینک د مسو کان د عملي کار پیل اعلان کړ.


آوا: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان اعلان کړی، چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې له پنځلس کلن ځنډ وروسته پیل شوي.

د ښاغلي افغان په وینا، قراردادي شرکت مکلف دی چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې په وروستیو پړاوونو کې پیل او د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو پر بنسټ له کوم خنډ او ځنډ پرته پیل کړي.

باید وویل شي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عینک لوګر د مسو کان د پروژې تړون له MCC چین سره لاسلیک کړ، چې له مخې یې چینايي شرکت په لومړي پړاو کې له دوه نیم میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې وه.


د مطلب کود: 294034

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294034/د-لوګر-عینک-مسو-کان-عملي-کار-پیل

آوا
  https://www.avapress.com