کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر له دوه زره قیراط څخه ډېر زمرد په ۱۳۱ زره ډالرو وپلورل شو

3 اسد 1403 ساعت 11:44

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲،۳۴ قیراط زمرد په ۱۳۱۳۰۰ ډالرو پلورلي دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه زمرد د پنجشیر ولایت د ودانۍ په تالار کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې داوطلبۍ کې له سلو زیاتو کورنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.

دغه وزارت وايي، چې د پنجشېر د زمرد له پلور څخه د کانونو وزارت ونډه لس سلنه ده او پاتې نوره يې د کانونو کار کوونکو ته ځي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کانونو او پټروليم وزارت د پنجشېر د زمردو زرګونه کارته د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.


د مطلب کود: 294075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294075/د-پنجشېر-له-دوه-زره-قیراط-څخه-ډېر-زمرد-په-۱۳۱-ډالرو-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com