دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 203684
د هند د خارجه وزارت ویندوی راویش کمار نن وویل هندوستان د کشمیر د مسلې د اواری لپاره د هیڅ دریم هیواد یا سازمان رول نه مني . هغه زیاته کړه کشمیر د هند نه بیلیدونکی برخه ده او دا حقیقت به بدل نشی . د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش پرون د کشمیر پرسر په تیر یوه کال کی د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالیو په سختیدا د اندیښنې په څرګندولو سره له لورو وغوښتل چی په زیات زغم ، ډیپلوماسۍ او خبرو اترو سره د اختلافاتو د اواری لپاره ګامونه پورته کړي . ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي . هند له دې مخکې هم د کشمیر د مسلې په اړه د ملګرو ملتو له میانځګړیتوب سره مخالفت کړی وو . د هند په اپوټه پاکستان د کشمیر د مسلې د اواری غوښتنه کوی او تراوسه یې څو ځله په نړیوالو ټولنو کې د کشمیر مسله مطرح کړی او د هیوادونو د میانځګړیتوب غوښتنه یې کړی ده .
https://avapress.com/vdcivpar5t1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته