په بلخ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، تېره شپه (شنبه، سنیلي ۲۶) ۳۰ تنه چې په یوه محفل کې حاضر وو، د غیر الکولیک مشروباتو له څښلو وروسته مسموم شوي دي. د دوی په وینا، د دغو ۳۰ کسانو له ډلې تر اوسه ۵ تنه وژل شوي او تر اوسه د دې پېښې هدف او انګیزه نه ده معلومه.