د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو، د کابل او تهران د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد سره په کتنه کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ملي بحث مهم وباله او ژر تر ژره یې پر پیلېدو ټینګار وکړ.
پخواني ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان ته له ګواښونو لاس واخلي. دده په وینا؛ د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي وروڼه دي، خو د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني تر ډېره د پاکستان د حکومت د سیاست پایله ده.
آوا - ورځني کتنه: دا ښايي د همدې پروژې دوهم پړاو وي، چې لومړی پړاو یې په دوحه کې ترسره شو. خو هر هغه پروژه چې د هېواد له دننه څخه د ټولو خلکو په اراده او مشروع انتخاب سره عملي نه شي، له ناکامۍ سره مخ کېږي او ناوړه پايلې به ولري. په تېره بیا که امریکا او د هغه اجیران او لاس پوڅي چې یوه طرف ته وي.