افغان غږ خبری آژانس: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډیان وروڼه دي، خو په پاکستان کې روان وضعیت او ناامني تر ډېره د افغانستان د سولې د بهیر پایله ده.
هغه له پاکستانه وغوښتل چې د تېرو څو لسيزو پر خپلو سياستونو ژور فکر وکړي او د ناامنۍ پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره دې په هغو کې بدلون راولي.
د هغه په وينا، پاکستان بايد له ګواښونو او جبر څخه ډډه وکړي او په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره ښې اړيکې ټينګې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د پاکستان تحریک طالبان له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ پر ضد جګړه کوي. په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د پاکستان پوځ حق لري چې په افغانستان کې دننه پر پاکستاني طالبانو بریدونه وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس هم دغه پلان د پاکستان حق ګڼي.