پخواني ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان ته له ګواښونو لاس واخلي. دده په وینا؛ د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي وروڼه دي، خو د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني تر ډېره د پاکستان د حکومت د سیاست پایله ده.
د پاکستان د پوځي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) تر منځ د ترینګلتیا له زیاتېدو او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر له ګواښ وروسته چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدام وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلام اباد د پلان ملاتړ وکړ.