افغان غږ خبری آژانس: د کرزي په وینا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پرون (دوشنبه،عقرب ۱۶)، حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر دغه چلند خواشیني څرګنده کړه او له دغه هېواده یې وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او بشري حقونو له مخې په سالمه او مناسبه توګه چلند وکړي.
نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو هم غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د ښه ژوند شرايط برابر کړي او د هغوى له حقونو څخه دفاع وکړي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېر کې هم پاکستاني پولیسو څو ځلې افغان کډوال نیولي دي. په ځینو مواردو کې، د دې لامل د سفر د اسنادو نشتوالی دی.