د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر تهران ته د خپل سفر په دوام او د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ له وزیر سره په دوه اړخیزه کتنه کښې له ایران څخه افغانستان ته د وارداتی برښنا د قرارداد د تمدید او د هغې د تعرفې په هکله خبرې اترې وکړې. د دغه وزارت پلاوي د تهران په شمال کې د ایران د «سیه بیش» د اوبو له بند څخه هم لیدنه کړې ده.