افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو او پوستو پرضد د عملیاتو اعلان وکړ.
حزب الله په یوه بیان کې ویلي چې «موږ د اشغال شوي صفد ښار شمال په یوه توغندي په نښه کړ» او له دې اقدام وروسته په دغه سیمه او شاوخوا سیمو کې د خبرداري سایرن وغږول شو.
حزب الله په یوه بله بیانیه کښې وویل: مونږ د لبنان په جنوب کښې د مارون الراس ښار په شمال ختیځه څنډه کښې د اسرائیلي ځواکونو خوځښتونه په توغندیو وویشتل.
د «الجزیرې» شبکې د دغه حرکت په حواله خبر ورکړ: د مارون اډه چې د اسرائیلو د هوايي عملیاتو د کنټرول او مدیریت لپاره ده، د دریم ځل لپاره د حزب الله د توغندیو له خوا په نښه شوه.
حزب الله د لبنان جنوبي پولې ته څېرمه د البغدادي په اډه او المتله ښارګوټي کې د صهیونیسټي پوځیانو د غونډو په نښه کولو د عملیاتو صحنې هم خپرې کړې.