دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 300172
له بېلابېلو بنسټونو سره د نږدې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې راستنیدونکو ته د کاري چاپېریال د رامنځته کولو، د سرپناه د جوړولو او د خوراکي توکو د وېش په موخه له خیریه بنسټونو سره د نږدې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د بشردوستانه موسسو، ساینسي څیړنو او ټولنې پراختیا او اکتید سره د څه باندې ۶۳۸ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه پيسې په کندهار کې د ٨٠٢ راستنېدونکو کورنيو لپاره د سرپناه په جوړولو، په بلخ کې د غاليو د پروسس په رياست کې د سلو کسانو لپاره د کاري چاپېريال په رامنځته کولو او د غاليو د وېش په برخه کې ولګول شي. 
 
ويل کيږي چې دغه تفاهم ليکونه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو ترمنځ لاسليک شول.
 
په همدې حال کې د روان کال په اوږدو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د راستنیدونکو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له بېلابېلو بنسټونو سره د څه باندې سلو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
https://avapress.net/vdciyuaprt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته