کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له بېلابېلو بنسټونو سره د نږدې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک شول

17 عقرب 1403 ساعت 11:41

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې راستنیدونکو ته د کاري چاپېریال د رامنځته کولو، د سرپناه د جوړولو او د خوراکي توکو د وېش په موخه له خیریه بنسټونو سره د نږدې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د بشردوستانه موسسو، ساینسي څیړنو او ټولنې پراختیا او اکتید سره د څه باندې ۶۳۸ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه پيسې په کندهار کې د ٨٠٢ راستنېدونکو کورنيو لپاره د سرپناه په جوړولو، په بلخ کې د غاليو د پروسس په رياست کې د سلو کسانو لپاره د کاري چاپېريال په رامنځته کولو او د غاليو د وېش په برخه کې ولګول شي. 
 
ويل کيږي چې دغه تفاهم ليکونه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو ترمنځ لاسليک شول.
 
په همدې حال کې د روان کال په اوږدو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د راستنیدونکو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له بېلابېلو بنسټونو سره د څه باندې سلو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.


د مطلب کود: 300172

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300172/له-بېلابېلو-بنسټونو-سره-د-نږدې-۷۰۰-زره-ډالرو-په-ارزښت-تفاهم-لیکونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.net