افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (۱۳ عقرب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت یو پلاوی د هوا پېژندنې په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی دی.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو استازي هم حضور لري.
بايد يادونه وشي چې ازبکستان له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخيزې اړيکې لري.